Filtrer par genre
- 5540 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲ اکتوبر ۲۰۲۶Fri, 02 Oct 2026 - 04min
- 5539 - افغانستان: پر کونړ او هلمند د پاکستان په بریدونو کې ۱۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتېFri, 02 Oct 2026 - 06min
- 5538 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱ اکتوبر ۲۰۲۶Thu, 01 Oct 2026 - 05min
- 5537 - ایا په پاکستاني ډرامو کې په رښتیا د پښتنو ناسم انځور وړاندې کېږي؟
په پاکستان کې د یوې نوې ټلوېزیوني ډرامې له خپرېدو وروسته یو ځل بیا په ډرامو کې د پښتنو د انځورولو پر څرنګوالي اعتراضونه راپورته شوي دي. دا بحث یوازې تر ټولنیزو رسنیو محدود نه دی پاتې شوی، بلکې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته هم رسېدلی دی. خو پوښتنه دا ده چې ایا په رښتیا هم پاکستاني ډرامې پښتانه په ناسم ډول انځوروي؟ په دې هکله بشپړ مالومات د اسلام ګل افریدي په راپور کې واورئ.
#sbsaudiopodcastThu, 01 Oct 2026 - 12min - 5536 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۶Wed, 30 Sep 2026 - 05min
- 5535 - د افغانستان د اوبو بحران؛ اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت به د هېواد پر اقتصاد څه اغېز وکړي؟
افغانستان د اقلیمي بدلون، پرلهپسې وچکالیو او د اوبو د سرچینو د کمېدو له امله له مخ پر زیاتېدونکي بحران سره مخ دی. د اوبو کمښت نه یوازې پر کرنې، مالدارۍ او خوراکي خوندیتوب اغېز کوي، بلکې د هېواد اقتصادي وده او د میلیونونو افغانانو ژوند هم له ګواښ سره مخامخوي. اس بي اس پښتو د همدې موضوع په تړاو له ممتاز احمدي سره، چې د طبیعي سرچینو د مدیریت، اقلیمي مقاومت او چاپېریال په برخو کې تجربه لري، مرکه کړې ده.
#sbsaudiopodcastWed, 30 Sep 2026 - 23min - 5534 - د اس بي اس پښتو پروګرامTue, 29 Sep 2026 - 55min
- 5533 - د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونهTue, 29 Sep 2026 - 09min
- 5532 - د ښوونځیو له نشتوالي تر وړیا ټولګیو؛ کندهار کې سلګونو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې
د کندهار په ځینو لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو نشتوالی او یا هم له کلیو څخه د ښوونځیو لرېوالی د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شي. خو اوس په دغو سیمو کې د وړیا ښوونیزو او محلي ټولګیو په جوړېدو سره سلګونو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده. په دې اړه لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې اورېدلی شئ.
#sbsaudiopodcastTue, 29 Sep 2026 - 06min - 5531 - پاکستان: په خېبرپښتونخوا کې پر پولیسو بریدونه زیات شويTue, 29 Sep 2026 - 10min
- 5530 - Who really runs Australia, and where you fit in | How Australia Works - په اسټرالیا کې د چارو د پرمخ وړلو څرنګوالی | د اسټرالیا چارې په اصل کې څوک پر مخ وړي؟
Do you know who can help you with a business permit, a rental problem or family support? Through the stories of Fedele, Carol and Abeer, learn how Australia’s three levels of government work. Find out what local, state or territory, and federal governments are responsible for and where to turn for help. - ایا پوهېږئ چې د سوداګرۍ د جواز، د کور کرایې د ستونزې یا د کورنۍ د ملاتړ لپاره له چا مرسته وغواړئ؟ د فېدېل، کارول او عبیر د کیسو له لارې زده کړئ چې د اسټرالیا د حکومت درې کچې څنګه کار کوي. ومومئ چې سیمه ییز حکومتونه، ایالتي او فدرالي حکومت د کومو چارو مسوولیت لري او د اړتیا پر مهال د مرستې لپاره کومې ادارې ته مراجعه وکړئ.
How Australia Works is an SBS podcast that uses real stories and clear explanations to help you understand how government work in Australia, how laws are made and changed, and how you can have a say. Listen to the series and find shorter versions in 60 languages on the How Australia Works main page. - How Australia Works is an SBS podcast that uses real stories and clear explanations to help you understand how government work in Australia, how laws are made and changed, and how you can have a say. Listen to the series and find shorter versions in 60 languages on the How Australia Works main page.Tue, 29 Sep 2026 - 10min - 5529 - You are already inside the system | How Australia Works - په اسټرالیا کې د چارو د پرمخ وړلو څرنګوالی | تاسو لا له وړاندې د سیسټم برخه یاست
How do Australia’s governments, laws and public services affect your everyday life? Through real stories, this introduction to the series shows you where to start when you need information and support, and how to question a decision. - په اسټرالیا کې حکومت، قوانین او عامه خدمات ستاسو پر ورځني ژوند څه اغېز لري؟ د رښتینو کیسو له لارې به واورئ چې کله معلوماتو او ملاتړ ته اړتیا لرئ، له کومه ځایه پیل وکړئ او د یوې پرېکړې په اړه څنګه پوښتنه یا اعتراض کولی شئ.
How Australia Works is an SBS podcast that uses real stories and clear explanations to help you understand how government work in Australia, how laws are made and changed, and how you can have a say. Listen to the series and find shorter versions in 60 languages on the How Australia Works main page. - How Australia Works is an SBS podcast that uses real stories and clear explanations to help you understand how government work in Australia, how laws are made and changed, and how you can have a say. Listen to the series and find shorter versions in 60 languages on the How Australia Works main page.Tue, 29 Sep 2026 - 04min - 5528 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۶Mon, 28 Sep 2026 - 06min
- 5527 - د اسټرالیا په اډېلېډ ښار کې د پښتنو د کلتور ورځ و نمانځل شوه
د اسټرالیا په اډېلېډ ښار کې یو شمېر مېشتو افغانانو د پښتنو د کلتور ورځ ونمانځله. اس بي اس پښتو د همدغې موضوع په اړه په اډېلېډ ښار کې د پښتون کلچر کمیټې د مشر قدرت الله آغا سره مرکه ترسره کړې چې تاسو یې دلته اوریدلی شئ.
#sbsaudiopodcastMon, 28 Sep 2026 - 09min - 5526 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۶Fri, 25 Sep 2026 - 04min
- 5525 - په ملبورن کې د افغان ځوانانو د فوټبال لومړنی ټورنمنټ؛ څه وخت او چېرته ترسره کېږي؟
د افغانانو اسلامي مرکز او د عمر فاروق جومات د ځوانانو کمېټه، د لومړي ځل لپاره په ملبورن کې د فوټبال سیالۍ په لاره اچوي. اس بي اس پښتو د دغو سیالیو له یوه تنظیموونکي، محمد هاشم الکوزي سره د سیالیو د موخو، د ترسره کېدو د نېټې او د ګډون د څرنګوالي په اړه مرکه کړې ده. د لا زیاتو معلوماتو لپاره دلته بشپړه مرکه واورئ.
Fri, 25 Sep 2026 - 05min - 5524 - افغانستان: د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې دهFri, 25 Sep 2026 - 05min
- 5523 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۶Thu, 24 Sep 2026 - 04min
- 5522 - Breast screening: What to expect and why it matters - د سینې د سرطان معاینه: څه تمه ترې لرلی شئ او ولې مهمه ده؟
Regular breast screening can help find breast cancer early, before you notice any signs or symptoms. Screening is free for eligible women or people at risk of breast cancer. It takes about 20 minutes, once every two years, and it’s an effective way to take charge of our health. Let’s take a closer look at why a breast screen is nothing to be anxious about. - د اسټرالیا پېژندنې په دغه پوډکاسټ کې مو د سینې د سرطان په اړه معلومات راټول کړي دي. په دې پوډکاسټ کې به واورئ چې ولې د سینې منظمې معاینې مهمې دي، د معاینې پر مهال څه ترسره کېږي او که تاسو د دې معاینې په اړه اندېښنه لرئ، کوم ډول ملاتړ شتون لري.
Thu, 24 Sep 2026 - 11min - 5521 - د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ پټ اقلیمي تاوان
نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د چټک پرمختګ له فرصتونو او ننګونو سره مخ ده؛ هغه پرمختګ چې د انرژۍ او اوبو پراخ مصرف ته اړتیا لري. په همدې حال کې، حکومتونه هڅه کوي د اقلیم بدلون پر ضد خپلو ژمنو ته هم ژمن پاتې شي. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دا دواړه لومړیتوبونه له یو بل سره په ټکر کې دي؟ په دې اړه لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې اورېدلی شئ.
Wed, 23 Sep 2026 - 08min - 5520 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۶Wed, 23 Sep 2026 - 04min
- 5519 - د اس بي اس پښتو پروګرامTue, 22 Sep 2026 - 55min
- 5518 - د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونهTue, 22 Sep 2026 - 13min
- 5517 - پاکستان: د تحریک انصاف ګوند د پلان شویو لاریونونو له امله مرکزي حکومت تر فشار لاندی دیTue, 22 Sep 2026 - 10min
- 5516 - د افغانستان پر خاوره وروستي هوايي بریدونه؛ د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) تایید کړې چې د پاکستان د دوشنبې شپې د هوايي بریدونو له امله په کونړ کې لږ تر لږه درې ملکي وکړي، چې یو ښځه، یو نارینه او یوه نجلۍ پکې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
Tue, 22 Sep 2026 - 07min - 5515 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۶Mon, 21 Sep 2026 - 05min
- 5514 - د چترال د کیلاش قوم ژبه، مذهب او کلتور؛ اقلیمي بدلون د دوی لرغوني دودونه له ګواښ سره مخ کړي
د چترال د کیلاش قوم خلک ځانګړې ژبه، مذهب او لرغونی کلتور لري او ژوند یې له طبیعت سره نږدې تړلی دی. خو د اقلیم بدلون د دوی پر کرنه، مالدارۍ او طبیعي سرچینو منفي اغېز کړی دی. د دغو بدلونونو له امله د کیلاش قوم دودیز ژوند او د پېړیو پخوانی کلتور هم له جدي ګواښ سره مخ شوی دی. په دې اړه لا ډېر معلومات دلته د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې اورېدلی شئ.
Mon, 21 Sep 2026 - 11min - 5513 - په اسټرالیا کې د افغانستان د وضعیت په اړه کنفرانس جوړ شو
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان د پراخو بدلونونو او محدودیتونو شاهد پاتې شوی دی. په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او نورو حقونو لګېدلو بندیزونو نړیوالې اندېښنې راپارولي دي.
#sbsaudiopodcastFri, 18 Sep 2026 - 15min - 5512 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۶Fri, 18 Sep 2026 - 04min
- 5511 - یونیسف: په تېرو پنځو کلونو کې ۲.۶ میلیونه افغانې نجونې له ثانوي زده کړو محرومې شوې ديFri, 18 Sep 2026 - 05min
- 5510 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۶Thu, 17 Sep 2026 - 04min
- 5509 - #119 Talking about hay fever (Med) - د انګلیسي ژبې زده کړه: د موسمي حساسیت په اړه خبرې
Learn English useful for talking about hay fever. Practise everyday phrases for describing symptoms, talking about medicine, and responding kindly when someone has hay fever. - د انګلیسي ژبې په دې پوډکاسټ کې د موسمي حساسیت په اړه خبرې کول زده کړئ.
Keep practising the phrases from this episode and test what you’ve learned with our quiz here.
- Keep practising the phrases from this episode and test what you’ve learned with our quiz here.Thu, 17 Sep 2026 - 11min - 5508 - په منځني ختیځ کې جګړه او د ټکټونو په بیو یې اغېز؛ ایا د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ د الوتنو ټکټونه ارزان شوي؟
په منځني ختیځ کې جګړې یو ځل بیا زور اخیستی او د تیلو بیې لوړې شوي دي. اس بي اس پښتو په ملبورن کې د سفر او سیاحت د خدمتونو وړاندې کوونکی، اسماعیل شاه نیازی سره د ټکټونو د بیو په اړه مرکه ترسره کړې ده. تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې واورئ.
Thu, 17 Sep 2026 - 15min - 5507 - What are Indigenous Protected Areas in Australia? - په اسټرالیا کې د بومي خلکو تر مدیریت لاندې خوندي سیمې کومې دي؟
National parks, nature reserves, marine sanctuaries and Indigenous Protected Areas protect different environments and operate under different rules. What makes an Indigenous Protected Area different, and how can you find out whether you are welcome to visit? - په اسټرالیا کې د خپل سفر د پلان پر مهال ښايي له ملي پارکونو، طبیعي زیرمو، سمندري پارکونو او د بومي خلکو تر مدیریت لاندې خوندي سیمو سره مخ شئ. خو ممکن تاسو ته پوښتنه پیدا شي چې د بومي اسټرالیایانو تر مدیریت لاندې خوندي سیمې کومو سیمو ته وايي او څه ځانګړتیا لري. د اسټرالیا پېژندنې په دغه پوډکاسټ کې مو د بومي خلکو تر مدیریت لاندې خوندي سیمو په اړه معلومات را غونډ کړي دي.
Thu, 17 Sep 2026 - 08min - 5506 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۶Wed, 16 Sep 2026 - 04min
- 5505 - په منځني ختیځ کې د جګړې دوام؛ پر افغانستان یې اقتصادي او سیاسي اغېزې څه دي؟
په منځني ختیځ کې د جګړې د دوام او پر افغانستان د دغې جګړې د اقتصادي او سیاسي اغېزو په اړه مهم معلومات دلته په راپور کې اورېدلی شئ.
Wed, 16 Sep 2026 - 06min - 5504 - د اس بي اس پښتو پروګرامTue, 15 Sep 2026 - 53min
- 5503 - د ډیموکراسۍ نړیواله ورځ؛ په اسټرالیا کې د ډیموکراسۍ وضعیت
د ډیموکراسۍ نړیواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۱۵مه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. د دې ورځې نمانځل په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د وضعیت د ارزونې لپاره یو فرصت برابروي. په اسټرالیا کې د ډیموکراسۍ د وضعیت په اړه مهم معلومات دلته په رپوټ کې اورېدلی شئ.
Tue, 15 Sep 2026 - 05min - 5502 - د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونهTue, 15 Sep 2026 - 11min
- 5501 - د خیبر پښتونخوا پولیسو لپاره ۲۵۰ سلنه اضافه معاش منظور شوی دیTue, 15 Sep 2026 - 07min
- 5500 - پاکستان کې د افغان محصلینو نوې اندېښنه؛ د لاهور سترې محکمې د افغان طبي محصلینو د ایستلو مخه ونیوله
د لاهور سترې محکمې د پنجاب طبي پوهنځیو ته امر کړی چې افغان طبي محصلین له زده کړو نه وباسي او نه هم د هغوی ازموینې لغوه کړي. د محکمې د راتلونکې اورېدنې تر ترسره کېدو پورې به په پنجاب کې د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه نه عملي کېږي، خو د پاکستان په نورو ایالتونو کې افغان محصلین لا هم له نامعلوم وضعیت سره مخ دي.
Mon, 14 Sep 2026 - 12min - 5499 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۶Mon, 14 Sep 2026 - 04min
- 5498 - د نا امنیو تر سیوري لاندې هنر: په خیبر پښتونخوا کې د هنرمندانو له ستونزو ډک ژوند
په خیبر پښتونخوا کې جګړو او ناامنیو د هنر او موسیقۍ پر ډګر ژور اغېز کړی دی. هنرمندان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د کار زمینه یې محدوده شوې او د ژوند چارې یې له جدي ننګونو سره مخامخ شوې دي. د هنرمندانو د ژوند او ستونزو په اړه لا ډېر معلومات دلته د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې اورېدلی شئ.
Mon, 14 Sep 2026 - 12min - 5497 - د اس بي اس پښتو پروګرامSat, 12 Sep 2026 - 1h 00min
- 5496 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۶Fri, 11 Sep 2026 - 04min
- 5495 - افغانستان: حامد کرزي له اسلاماباد څخه غوښتي چې د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه بېرته واخليFri, 11 Sep 2026 - 05min
- 5494 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۶Thu, 10 Sep 2026 - 03min
- 5493 - Travelling safely in rural and remote Australia - په کلیوالو او لېرې پرتو سیمو کې په خوندي ډول سفر کول
Australia is a vast and diverse country to explore, but driving in rural and remote areas can involve conditions you may not encounter in cities. Knowing what to expect and how to prepare can help you travel more safely and confidently. - د اسټرالیا پېژندنې په دې پوډکاسټ کې مو په دې اړه معلومات راټول کړي چې د اسټرالیا په کلیوالو او لېرې پرتو سیمو کې د سفر پر مهال کوم مهم ټکي په پام کې ونیسئ، ترڅو خوندي سفر ولرئ. مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات په دې رپوټ کې واورئ.
Thu, 10 Sep 2026 - 08min - 5492 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۹ سپټمبر ۲۰۲۶Wed, 09 Sep 2026 - 04min
- 5491 - په کابل کې له زده کړو بېبرخې شوې یوې نجلۍ د افغاني جامو انلاین کاروبار پیل کړی دی
طالبانو له تېرو څه باندې پنځو کلونو راهیسې د میلیونونو افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړلې دي. له زده کړو څخه د طالبانو له لوري تر بېبرخې کېدو وروسته، د سلما پوپلزۍ په نوم افغانې نجلۍ د جامو انلاین کاروبار پیل کړی دی. اس بي اس پښتو له سلما سره مرکه ترسره کړې، تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.
Wed, 09 Sep 2026 - 13min - 5490 - د اس بي اس پښتو پروګرامTue, 08 Sep 2026 - 58min
- 5489 - د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونهTue, 08 Sep 2026 - 11min
- 5488 - پاکستان: د مریم نواز وروستیو څرګندونو په خیبر پښتونخوا کې سخت غبرګونونه را پارولي ديTue, 08 Sep 2026 - 07min
- 5487 - له افغانستانه تر اسټرالیا: د سمیع مهمند د نوي کتاب او ژوند کیسه
د اسټرالیا په نیوکاسل ښار کې مېشت افغان، سمیع مهمند د خپل ژوند د تجربو په اړه یو کتاب لیکلی چې څه موده وړاندې یې مخکتنه وشوه. اس بي اس پښتو له ښاغلي مهمند سره د دغه کتاب د محتوا، موخې او چاپ په اړه مرکه کړې ده. تاسو کولی شئ مرکه دلته واورئ.
Mon, 07 Sep 2026 - 13min - 5486 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۷ سپټمبر ۲۰۲۶Mon, 07 Sep 2026 - 04min
- 5485 - د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې؛ له دواړو هېوادونو غوښتل شوي چې له شخړو لاس واخلي او سولې ته لومړیتوب ورکړي
په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه د جوړ شوي سمپوزیم ګډونوالو پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې له شخړو لاس واخلي او خبرو اترو، سوداګرۍ او سیمهییزې سولې ته لومړیتوب ورکړي. په دې اړه نور معلومات د اسلام ګل افریدي په راپور کې اورېدلی شئ.
Mon, 07 Sep 2026 - 11min - 5484 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۴ سپټمبر ۲۰۲۶Fri, 04 Sep 2026 - 05min
- 5483 - اسټرالیا ته د خپل ژوند د ملګري یا ملګرې د راوستلو ویزه؛ کوم شرایط باید په پام کې ونیول شي؟
په اسټرالیا کې د ژوند د ملګري یا ملګرې ویزه (Partner Visa) د افغانو کورنیو لپاره له مهمو ویزو څخه ګڼل کېږي. د اسټرالیا د پارټنر ویزې غوښتنلیک په خپله هم یو اوږد، پېچلی او لګښت لرونکی بهیر دی. غوښتونکي باید د قانوني شرایطو، اړینو اسنادو، مالي لګښتونو او د غوښتنلیک د بېلابېلو پړاوونو په اړه بشپړ معلومات ولري. د افغانانو په ګډون، د ډېری کډوالو کورنیو لپاره له خپلې مېرمنې، مېړه او یا د کورنۍ له غړو سره یوځای کېدل یوه مهمه مهاجرتي موضوع ده. خو څوک کولی شي د پارټنر ویزې لپاره غوښتنه وکړي؟ د اړیکې د ثابتولو لپاره کوم اسناد او شواهد اړین دي؟ او کومې تېروتنې کولی شي د یوې دوسیې پر پایله اغېز وکړي؟ په همدې اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مو په سېډني کې له مېشت افغان وکیل، ډاکټر نذیر داور سره مرکه ترسره کړې ده. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.
Fri, 04 Sep 2026 - 16min - 5482 - افغانستان: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي له طالبانو سره د تعامل کوم پلان نلريFri, 04 Sep 2026 - 05min
- 5481 - #118 Losing a job (Med) - د انګلیسي ژبې زده کړه: د دندې له لاسه ورکول
Learn English for talking about losing your job. Practise ways to explain workplace changes and sympathetic responses to someone who has had bad news. - د انګلیسي ژبې په دې پوډکاسټ کې زده کړئ چې څنګه کولی شئ د دندې له لاسه ورکولو په اړه خبرې وکړئ.
Keep practising the phrases from this episode and test what you’ve learned with our quiz here.
- Keep practising the phrases from this episode and test what you’ve learned with our quiz here.Thu, 03 Sep 2026 - 11min - 5480 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۳ سپټمبر ۲۰۲۶Thu, 03 Sep 2026 - 04min
- 5479 - د کوینزلنډ د افغانانو ټولنه؛ د ټولنې له نوې مشرې صهبا هوتک سره مرکه
د کوینزلنډ ایالت د افغانانو ټولنه له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په دغه ایالت کې فعالیت لري. اس بي اس پښتو د دغې ټولنې له نوې مشرې صهبا هوتک سره د دغې ټولنې د فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مرکه ترسره کړې ده. تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات دلته په ترسره شوې مرکې کې واورئ.
Thu, 03 Sep 2026 - 12min - 5478 - Prostate cancer in Australia: Testing, treatment and support - د پروستات سرطان: معاینات، درملنه او ملاتړ
About one in five Australian men will be diagnosed with prostate cancer in their lifetime. Understanding the prostate, your risk and the options for testing can help with early detection and treatment. In this episode of Australia Explained, learn about prostate cancer, PSA testing, treatment and support. - په اسټرالیا کې له هرو پنځو نارینه وو څخه یو تن د خپل ژوند په اوږدو کې د پروستات په سرطان اخته کېږي. د اسټرالیا پېژندنې په دغه پوډکاسټ کې مو د پروستات سرطان، د تشخیص او درملنې په اړه معلومات را غونډ کړي دي.
Thu, 03 Sep 2026 - 09min - 5477 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲ سپټمبر ۲۰۲۶Wed, 02 Sep 2026 - 04min
- 5476 - د اس بي اس پښتو پروګرامTue, 01 Sep 2026 - 53min
- 5475 - پاکستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو له مخالفینو د ملاتړ تورونه رد کړي ديWed, 02 Sep 2026 - 04min
- 5474 - په پاکستان کې د اسټرالیا بشردوستانه ویزو ته په تمه افغانان وېره لري چې افغانستان ته به ډیپورټ شي
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې ده. له همدې امله، یو شمېر هغه افغانان چې په پاکستان کې د اسټرالیا ویزو ته په تمه دي، اندېښنه لري چې ښايي ونیول شي او بېرته افغانستان ته واستول شي. په دې اړه لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې اورېدلی شئ.
Wed, 02 Sep 2026 - 07min - 5473 - د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونهTue, 01 Sep 2026 - 11min
- 5472 - افغانستان: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړيTue, 01 Sep 2026 - 05min
- 5471 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۳۱ اګسټ ۲۰۲۶Mon, 31 Aug 2026 - 03min
- 5470 - په قبایلي سیمو کې د ناامنیو له امله زرګونه بې ځایه شوي ماشومان له زده کړو محروم دي
په قبایلي سیمو کې د ناامنیو له امله زرګونه بېکوره شوي ماشومان له زدهکړو محروم دي. د خیبر پښتونخوا د پوهنې ادارې چارواکي وایي چې له زدهکړو محرومو ماشومانو ته د امکاناتو د برابرولو لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.
Mon, 31 Aug 2026 - 11min - 5469 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۸ اګسټ ۲۰۲۶Fri, 28 Aug 2026 - 03min
- 5468 - د کابل او واشنګټن د اړیکو په اړه نوي بحثونه؛ د نوي پړاو پر وړاندې خنډونه څه دي؟
په کابل کې د امریکا د سفارت د احتمالي بیا پرانیستلو او له افغانستان سره د واشنګټن د تعامل په اړه د امریکا د پخواني سفیر رونالد نیومن او افغانالاصله امریکایۍ سناتورې عایشه وهاب وروستیو څرګندونو، د افغانستان او امریکا د اړیکو په اړه بحثونه تازه کړي دي. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې واورئ.
Fri, 28 Aug 2026 - 06min - 5467 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۷ اګسټ ۲۰۲۶Thu, 27 Aug 2026 - 04min
- 5466 - How can my child learn about Indigenous Australia? - ستاسو ماشوم څنګه کولی شي د استرالیا د بومي خلکو په اړه زده کړه وکړي؟
Supporting your child’s connection with the world’s oldest continuing living culture is one of the greatest gifts you can offer them while raising them in Australia. But if you’re new to the country, you may be unsure where to begin. Here are some starting points and ideas to help you and your child learn about Aboriginal and Torres Strait Islander peoples, cultures and history. - د اسټرالیا پېژندنې په دغه پوډکاسټ کې به د ماشومانو د عمر له کچې سره د مناسبو تعلیمي سرچینو، ټولنیزو فعالیتونو او ورځنیو تجربو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
Thu, 27 Aug 2026 - 07min - 5465 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۶ اګسټ ۲۰۲۶Wed, 26 Aug 2026 - 03min
- 5464 - د انلاین ځورونې زیاتېدونکی ګواښ؛ د خیبر پښتونخوا د نرښځو ژوند له مجازي ځورونې تر مرګوني تاوتریخوالي
په خیبر پښتونخوا کې نرښځي د انلاین ځورونې له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي. دا ډیجیټلي ګواښونه یوازې تر انلاین نړۍ محدود نه پاتې کېږي، بلکې په ځینو مواردو کې د هغوی د امنیت، ژوند او رواني هوساینې لپاره د جدي خطر لامل هم ګرځي. په دې اړه اسلام ګل افریدي له خیبر پښتونخوا څخه یو رپوټ رالېږلی، تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.
Wed, 26 Aug 2026 - 10min - 5463 - د اسټرالیا په ملبورن، برزبن او اډېلېډ ښارونو کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کالیزه ونمانځل شوه
د اسټرالیا په ملبورن، برزبن او اډېلېډ ښارونو کې د مېشتو افغانانو لخوا د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کالیزه ونمانځل شوه. په ملبورن کې د افغان ځوانانو د ټولنې مشر، ډاکټر عجب نور صمیم، د کوینزلنډ د افغانانو د ټولنې مشرې، صهبا هوتک او د اډېلېډ ښار اوسېدونکي، عزیز الله پیغام په دغو ښارونو کې د ترسره شویو مراسمو په اړه له اس بي اس پښتو سره معلومات شریک کړي تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.
Tue, 25 Aug 2026 - 05min - 5462 - د اس بي اس پښتو پروګرامTue, 25 Aug 2026 - 58min
- 5461 - په سېډني کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ و نمانځل شوه
د اسټرالیا په سېډني ښار کې مېشتو افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کالیزه ونمانځله. اس بي اس پښتو د خپلواکۍ په مناسبت د جوړې شوې غونډې له تنظیمونکي او یو شمېر ګډونوالو سره لنډې مرکې ترسره کړي دي. مهرباني وکړئ دلته یې واورئ.
Tue, 25 Aug 2026 - 10min - 5460 - پاکستان: په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو بریدونه زیات شوي ديTue, 25 Aug 2026 - 07min
- 5459 - د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونهTue, 25 Aug 2026 - 11min
- 5458 - د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، امریکا ښايي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزيTue, 25 Aug 2026 - 06min
- 5457 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۴ اګسټ ۲۰۲۶Mon, 24 Aug 2026 - 03min
- 5456 - د سختو ورځو پای او د نوي ژوند پیل؛ په افغانستان کې بند پاتې نابینا پلار څنګه اسټرالیا ته را ورسېد؟
۳۴ کلن نابینا افغان پلار، بلال خان، چې د اسټرالیا د بشردوستانه ویزې له ترلاسه کولو وروسته له پاکستانه افغانستان ته ډیپورټ شوی و، د یو شمېر ملبورن مېشتو افغانانو او د اسټرالیا د حکومت په مرسته بېرته اسټرالیا ته راغلی او اوس مهال په ملبورن کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. اس بي اس پښتو له بلال خان سره د هغه د ژوند او اسټرالیا ته د راتګ په اړه مرکه کړې ده. همدارنګه، مو د صفت الله الفت پیغام را اخسیتی چې اسټرالیا ته د بلال خان په بېرته راتګ کې یې ورسره مرسته کړې ده. مهرباني وکړئ دلته یې واورئ.
Mon, 24 Aug 2026 - 18min - 5455 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۱ اګسټ ۲۰۲۶Fri, 21 Aug 2026 - 12min
- 5454 - د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان بریا؛ د رحمت شاه لوبډلمشري څومره اغېزمنه وه؟
د افغانستان د ملي لوبډلې د نوي لوبډلمشر له ټاکل کېدو وروسته، افغانستان له ایرلنډ څخه لوبلړۍ وګټله. د دې بریا تر شا د لوبډلمشر رحمت شاه د رول په اړه مو د کرېکټ بورډ او شنونکو نظرونه راټول کړي او یو راپور مو چمتو کړی دی. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.
Fri, 21 Aug 2026 - 05min - 5453 - #117 Borrowing books at the library (Med) - د انګلیسي ژبې زده کړه : له کتابتون څخه د کتابونو پور اخیستل
Learn English useful for visiting a library. Practise everyday phrases for returning borrowed items, asking about late fees and due dates, renewing items, reserving titles, and using the library catalogue. - د انګلیسي ژبې په دې پوډکاسټ کې زده کړئ چې څنګه کولی شئ له کتابتون څخه د کتابونو د پور اخیستلو په اړه خبرې وکړئ.
Keep practising the phrases from this episode and test what you’ve learned with our quiz here. - Keep practising the phrases from this episode and test what you’ve learned with our quiz here.Thu, 20 Aug 2026 - 14min - 5452 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۰ اګسټ ۲۰۲۶Thu, 20 Aug 2026 - 04min
- 5451 - Birth and pregnancy care options in Australia - په استرالیا کې د امیندوارۍ د پاملرنې لارښود او د زېږون انتخابونه
If you're first-time parents in Australia, choosing where and how to give birth can feel overwhelming. Whether you go through the public or private health system, it is important to understand your options and know where to reach out for advice to make the right decision for you and your baby. - د اسټرالیا پېژندنې دغه پوډکاسټ کې مو د امیندوارۍ د پاملرنې او د زېږون د بېلابېلو انتخابونو په اړه مهم معلومات راټول کړي دي. تاسو کولی شئ دا رپوټ دلته واورئ.
Thu, 20 Aug 2026 - 09min - 5450 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱۹ اګسټ ۲۰۲۶Wed, 19 Aug 2026 - 04min
- 5449 - په پېښور کې د یو میلیون افغان کډوالو د نیولو لپاره شپني عملیات ترسره کېږيWed, 19 Aug 2026 - 06min
- 5448 - د اس بي اس پښتو پروګرامTue, 18 Aug 2026 - 58min
- 5447 - د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونهTue, 18 Aug 2026 - 12min
- 5446 - افغانستان: کابل ښار کې د یوه ښوونځي دننه چاودنه شوې چې له امله يې لسګونه کسان ټپیان شوي ديTue, 18 Aug 2026 - 06min
- 5445 - د جمهوري نظام له نسکورېدو پنځه کاله وروسته: په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ او نامعلومه راتلونکې
د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځه کاله پوره شول، خو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی. د اسټرالیا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د خلکو د مشروع استازو په توګه نه پېژني، خو په ورته وخت کې وايي چې د بشري ناورین پر مهال به د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي. په دغه رپوټ کې مو د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ او په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده.
Mon, 17 Aug 2026 - 18min - 5444 - د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۱۷ اګسټ ۲۰۲۶Mon, 17 Aug 2026 - 04min
- 5443 - په اډېلېډ ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ و نمانځل شوه
د اسټرالیا په اډېلېډ ښار کې مېشتو افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ونمانځله. په دې غونډه کې د اډېلېډ مېشتو افغانانو ترڅنګ، د اسټرالیا له نورو ښارونو څخه هم یو شمېر افغانانو ګډون کړی و. د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د جوړې شوې غونډې تنظیموونکو او یو شمېر ګډونوالو له اس بي اس پښتو سره خپل نظرونه شریک کړي دي. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.
Mon, 17 Aug 2026 - 08min - 5442 - په کرنه او مالدارۍ کې د ښځو ونډه؛ په خیبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له مشرې سره مرکه
په کرنه او مالدارۍ کې د ښځو د کار ونډه له نیمایي زیاته ده، خو له دې پراخې ونډې سره سره د هغوی مالي ګټه محدوده ده. د همدې موضوع په اړه مو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د خیبر پښتونخوا له مشرې، مېرمن کیال اکماتبیک، سره ځانګړې مرکه کړې ده. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات دلته په ترسره شوې مرکې کې واورئ.
Mon, 17 Aug 2026 - 08min - 5441 - د افغانستان له خلکو سره د اسټرالیا بشري مرستې؛ د اسټرالیا د نړیوالې پراختیا له وزیرې ان علي سره ځانګړې مرکه
اسټرالیا د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې د افغانستان له خلکو سره له ۳۱۰ میلیونه اسټرالیايي ډالرو څخه ډېره بشري مرسته کړې ده. د اس بي اس پښتو خبریال مجیب منیب د اسټرالیا د نړیوالې پراختیا له وزیرې ان علي سره د اسټرالیا د بشري مرستو او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه په انګلیسي ژبه ځانګړې مرکه ترسره کړې ده. تاسو کولی شئ دلته یې وارئ.
Sun, 16 Aug 2026 - 06min
Podcasts similaires à SBS Pashto - اس بي اس پښتو
El Partidazo de COPE COPE
Herrera en COPE COPE
La Linterna COPE
Dante Gebel Live Dante Gebel
Es la Mañana de Federico esRadio
La noche de Cuesta esRadio
La Trinchera de Llamas esRadio
Hondelatte Raconte Europe 1
Affaires sensibles France Inter
LEGEND Guillaume Pley
El colegio invisible OndaCero
La Rosa de los Vientos OndaCero
Les grands dossiers de l'Histoire par Franck Ferrand Radio Classique
Espacio en blanco Radio Nacional
Enquêtes criminelles RTL
Entrez dans l'Histoire RTL
Le grand récit RTL
Les Grosses Têtes RTL
L'Heure Du Crime RTL
Parlons-nous RTL
El Larguero SER Podcast
SER Historia SER Podcast
Todo Concostrina SER Podcast
Un Libro Una Hora SER Podcast
Autres podcasts de Société et Culture
Conversations ABC Australia
Casefile True Crime Casefile Presents
Forensic Files HLN
The Diary Of A CEO with Steven Bartlett DOAC
Ukraine: The Latest The Telegraph
Unravel ABC Australia
Unexplained iHeartPodcasts
Forbidden History Like A Shot Entertainment
Barangay Love Stories Barangay LS 97.1 Manila | GMA Network Inc.
Late Night Live — Full program podcast ABC Australia
Stuff You Should Know iHeartPodcasts
TED Talks Daily TED
The Megyn Kelly Show SiriusXM
Life Uncut LiSTNR
The Michael Berry Show KTRH (KTRH-AM)
Mamamia Out Loud Mamamia Podcasts
The Poisoned Wife The Australian
Australia All Over ABC Australia
Papa Dudut Stories Papa Dudut | TAGM Marketing Solutions Inc.
2 Worlds Collide Podcast Sam Bamford
